ایمان پلورونکي


10.0
1.0 par الهدایة خپرندویه اداره
Feb 3, 2017

À propos de ایمان پلورونکي

داستان مسلمانانو، په وطن مینو ځوانانو او روڼ آندو ته ښیي چې صلیبیان په ...

(ایمان پلورونکي)

دایمان پلورونکو د داستان لومړۍ برخه د التمش لیکنه ده، چې له لاهور څخه د خپرېدونکې میاشتنۍ مجلې د چلوونکي، عنایت الله، له خوا را ټوله او په پرله پسې توګه نشر شوې ده. دا تاریخي داستان، له ښه مرغه، د نوموړي را ټولونکي په مټ د کتاب په بڼه کې برابر او دا دي ستاسو درنو لوستونکو په لاس کې دی . داستان نه یوازې د اسلامي امت په وړاندې دصلیبیانو د ناوړو هڅو زړه بوګنونکې کیسې کوي، بلکې په خوږه ژبه د اوسنیو سیاسي او پوځې حالاتو اریانوونکې خبرې هم کوي..

داستان که خپلو لوستونکو ته په ډېرې آسانۍ د حقایقو د سمندر تل ښیي، د صلیبیانو په ښکېلاکي شنو او سرو باغونو باندې د غولېدونکو، د ایمان د پلورونکو او د وطن د دښمنانو ړانده ‌ ذهنونه هم د رښتینولۍ په رڼا روښانه کوي .

داستان مسلمانانو، په وطن مینو ځوانانو او روڼ آندو ته ښیي چې صلیبیان په څه چل ول د اسلامي امت د له منځه وړلو له پاره د اسلامي امت د ځوانانو په فکرونو کې منفي بدلون راولي . داستان، په دې سربېره، ښیي، چې صلیبیان په خپل صلیبي تهذیب کې د مسلمانانو د غرقولو او رنګولو له پاره له هماغو لارو چارو نه کار اخلي، چې د اسلام دپیل، پیل څخه یې کار آخیست .

که صلیبیانو پخوا، په اسلامي امت باندې د خپلې برلاسۍ له پاره، د متحده پوځ له توغ لاندې یرغلونه وکړل، نن سبا یې ګورو ، چې د ناټو د متحده پوځ په واسطه یې نژدې ټول اسلامي هیوادونه تر خپلې ولکې لاندې را وستي دي . لوېدیځ، لګیا دی، اسلامي تهذیب ته د خپل صلیبي تهذیب رنګ ورکوي .

په دې کتاب کې په ډاګه کیږي، چې صلیبیانو د اسلامي امت د ځپلو او دمسلمانانو د له منځه وړلو له پاره

څه ډول توطیې پلې کړې وې . ګورو چې نن هم دخپلو موخو دترلاسه کولو له پاره له هماغو لار، چارو نه کار اخلي :

پخپله د مسلمانانو په لاس د مسلمانانو وهل او ځپل..

د ذهني عیاشۍ د سامانونو د تیارولو او د شرابو د رواجولو له لارې له مسلمان نه په دېرې آسانۍ د هغه د دېن او ایمان آخیستل .

د ښځو د حقوقو د نامه لاندې هغوی ته د بې اندازې آزادۍ ورکول او له نارینه سره د آزاد و جنسي اړیکو کلکول .(نن زمونږ زیات شمیر ځوانان په همدې ناروغتیا اخته دي).

له نورو هیوادونو څخه د فاحشو او د « ایډز » په ناروغۍ باندې د ککړو ښځو واردول. . (نن زمونږ په هیواد کې د ایډز او ایچ ،اې ،وي ، ناروغتیا، لګیا ده، په چټکۍ خپریږي . د دې ناروغانو شمیره، نن سبا، لسګونو زرو ته رسیږي ).

په ډاګیزه توګه د ځوانانو د ذهنونو تخریبول .

ورځ په ورځ د فاحشه خانو زیاتوالی..

په شتمنو مسلمانو کورنیو کې د نجونو اوهلکانو تر منځ د ناجایزې معشوقې پیلول. .

په اسلامي ټولنه کې د مسلمانو نجونو په جامه کې د عیسوي نجونو استول او هغوی ته د مسلمانو نارینه وو تر منځ د دښمنۍ او وينې د تويولو د دندې سپارل .

د ځوانانو په منځ کې، د آزادۍ د نامه لاندې، د شرابو، جوارۍ او قمار ځایونو زیاتوالی او رواجول..

د مسلمانانو په جوماتونو کې، د ملایانو په بڼه کې، د عیسوي پادریانو ټاکل او له دې لارې د اسلام د اصلي بڼې بدلول .

د صلیبي کولتوري آغیز له لارې د مسلمانانو د ذهني او کولتوري څېرې بدلول .

دمسلمانانو په فکر او آند کې شک پېدا کول او بیا د د غه یا هغه صلیبي کولتوري جذابیت په واسطه د هغه چورلټ بدلول..

صلیبیان وایي : « مذهب به د مسلمانانو خپل وي، خو په لوېدیځ او صلیبي تهذیب کې به رنګ شوې وې.».

خو ایوبي وایې : « یوه عادي ښځه هیچاته هم زیان نشي رسولې ، خو یوه جاسوسه او تخریب کاره ښځه، په یواځې ځان، د یوه هیواد بیړۍ ډوبولاې شي.»

ایوبي همدا راز وایي چې « زه د جاسوسانو څخه ويره نه لرم . ګواښ مونږ ته، په حقیقت کې، د خپلو کلیمه ګویو ورونو نه دې.، هغه ورونه چې غواړي د کفارو دغه تر ځمکې لاندې عملیات بریا ته ورسوي . ایوبی زیاتوي چې که چېرې دهغوی ایمان کلک وي، نو د صلیبي جاسوسانو ټول لښکر هم پر مونږ بریالی کیدای. نشي .

ایا زمونږ دهیواد او ولس حال ، نن سبا، همداسې نه دې! ؟

(فاعتبروا یا اولی الابصار)

قریب الرحمن سعید

Informations Application supplémentaires

Dernière version

1.0

Telechargé par

Rosa Nuñes Rojas

Nécessite Android

Android 2.1+

Voir plus

Use APKPure App

Get ایمان پلورونکي old version APK for Android

Téléchargement

Use APKPure App

Get ایمان پلورونکي old version APK for Android

Téléchargement

Alternative à ایمان پلورونکي

Obtenir plus de الهدایة خپرندویه اداره

Découvrir