Use APKPure App
Get د ایمان اغېزې old version APK for Android
د ایمان اغېزې په رواني او جسمي روغتیا باندي
په هغه څه چې په دغه علمي اثر كې جناب محترم ډاكټر صاحب فيض الله (كاكړ) پوره ټينګار كړئ، هغه د ايمان اغيزې په رواني او جسمي روغتيا باندې دي. ډېر د خواشينۍ ځائ دئ چې بيا هم ځنې بې عقيدې او بې ايمانه خلك له دغه فكر، عقيدې او نظر سره مخالف دي او هر څه ته د مادې او ماديت له نظره ګوري، په معنىٰ باندې عقيده نلري، يوازې هغه څه مني او قبلوي ئې چې د لمس، ليدلو او اورېدلو وړ وي اوبس . له ډېره بده مرغه له دې څخه بې خبره ، او حتىٰ پرې نه پوهیږي چې ډېر معنوي شيان لكه مقدس كلمات ، نیك ، حسنه او ښه اعمال او حتىٰ ښه اخلاق ، ښه كردار او ښه رفتار په رواني او جسمي روغتيا باندې ډېره ښه او مثبته اغیزه لري. لكه چې په همدې اثر كې راغلي ، دا حقيقت د ډېرو زياتو ډاكټرانو ، عالمانو او محققينو پواسطه ثابت شوئ دئ او هغوئ ټول دانظر لري چې د انسانانو ډېرې جسمي ناروغۍ لكه د وينې لوړ فشار ، د شكرې ناروغي ، د زړه ډېري ناروغۍ ، او حتىٰ د معدې د زخم ناروغي د ډېرو مقدسو كلماتو په ويلو، د نیكو او حسنه اعمالوپه سرته رسولو ، د نیك كردار او نیك رفتار او د ښو اخلاقو په سرته رسولو سره په ټولنه او جامعه كې تداوي او معالجه كیږي. دا هم ثابته شوې ده چې ډېرئ وخت دغه يادې شوې ناروغۍ د بدو اخلاقو او بدو كړو وړو په سرته رسولو، غم، جيګرخونۍ، كينې، حسد، بخل او بد نیتۍ په واسطه مينځ ته راځي او كه څوك دا ډول ناروغۍ ولري د هغو ناروغۍ شدت پيدا كوي او ډېرېږي. جناب کاکړ صاحب ددغه كتاب په (۱۲) مخ كې د حضرت نبي اكرم (ص) ديوه حديث شريف څخه په دی اړه يادونه كړې ده او ليكلي يې دي چې !
( احسان او نيكي كول له خلكو سره، او مهرباني كول له خپلوانو سره د انسانانو عمرونه اوږدوي، ښارونه آبادوي، هستي، دارايي او مالونه ډېروي). دغه حديث شريف دا ثابتوي چې نیك عملونه يا ښه كړه وړه، ښه كردار، ښه رفتار او ښه اخلاق چې ظاهري او مادي شكلونه نلري د ډېرو مثبتو او ښو تاثيراتو لرونكي دي او د بدو اعمالو سرته رسول، بد كردار او بد رفتار او حتىٰ بد سلوك او بد اخلاق د منفي او بدو اغيزو لرونكي دي. بیځايه به نه وي كه ددغې موضوع د ښه روښانه كولو لپاره دلته ديوې لنډې كيسې يادونه وكړم .
وايي چې ابن سينا (رح) چې يو مشهور، پیژندل شوئ مسلمان، فيلسوف او يو مشهور ډاكټر وو، د سپیڅلو كلماتو او معنوي شيانو په اغيزو باندې پوره عقيده درلوده، او هر كله به چې هغه ته يو ناروغ د درملنې او علاج لپاره راتللو، نو هغه به د ناروغ درملنه نه یوازی په درملو کوله، بلکه د هغو سره سره به ېي هغه په سپیڅلو او مقدسو كلماتو هم دماوه .
د ابن سينا (رح) په زمانه كې يو بل فيلسوف او طبيب هم وو چی د ناروغانو درملنه به ئې یوازی په درملو سره كوله؛ هغه يوه ورځ د ابن سينا (رح) كور ته راغلۍ وو، نو وئی ليدل چې ابن سينا د يوه ناروغ درملنه په درملو سره كوي او بيا هغه په سپیڅلو او مقدسو كلماتو هم دموي . نو دغه سړي ابن سينا (رح) ته وويل:« زه خو فكر نه كوم چې ستا دغه توري او كلمات چې تا وويل او ستا دغه كوف او چف به د ناروغ په رواني او جسمي ناروغيو څه اثر وكړي» . ” دبشپړ متن لپاره دلته کلیک وکړئ !
لر اوبر کتابتون
Last updated on Feb 5, 2017
Minor bug fixes and improvements. Install or update to the newest version to check it out!
Telechargé par
Daze Alaniz
Nécessite Android
Android 2.1+
Catégories
Signaler
د ایمان اغېزې
1.0 by الهدایة خپرندویه اداره
Feb 5, 2017