Our website uses necessary cookies to enable basic functions and optional cookies to help us to enhance your user experience. Learn more about our cookie policy by clicking "Learn More".
Accept All Only Necessary Cookies
د غير مقلدينو اعتراضونو ته icône

1.0 by الهدایة خپرندویه اداره


Dec 25, 2016

À propos de د غير مقلدينو اعتراضونو ته

د غير مقلدينو اعتراضونه او د هغوى جوابونه د احنافو د دلايلو سره

د وهابیت او سلفیت وړوکی انځور

په افغاني ټولنه کي چي ځیني کسان تکفیري او د تشدد څخه ډک افکار خپروي یا د تقلید او فقهي مذاهبو په ځانګړي ډول د حنفي مذهب پر خلاف تبلیغات او شایعات خپروي او داسي نور ... دغه کسان که څه هم عوام خلګ ټول د وهابیانو په نامه پیژني خو دوی په حقیقت کي د دوو بیلابیلو ډلو پیروان دي، او یا د هغوی څخه الهام اخلي، یوه ډله یې د محمد بن عبد الوهاب څخه متاثره یعني وهابیان دي او بله ډله یې سلفیان دي، سلفیان ځانونو ته اهل الحدیث یا انصار السنة هم وایي خو د غیر مقلدینو په نامه ډېر شهرت لري .

په عقیدوي لحاظ وهابیان او سلفیان یوه ډله ګڼلای سو ځکه د الله جل جلاله د اسماوو او صفاتو د مفهوم او مراد په مورد کي دواړي ډلي یو دریځ لري، د الله جل جلاله د اسماوو او صفاتو په مورد کي چي وهابیان او سلفیان زموږ د احنافو او شوافعو ( ماتریدیه او اشاعره ) سره په څه کي او څه ډول اختلاف لري، هغه که په لنډ ډول بیان کړو ممکن ډېر کسان په پوه نسي او که تفصیل ورکړو دغه رساله د کتاب شکل پیدا کوي، نو په لنډ ډول وایو چي وهابیان او سلفیان دواړه د عقیدې په ډګر کي د تشدد څخه ډک سخت دریځونه لري.

که څه هم سلفیان د تکفیر په مسئله کي تر وهابیانو هم ډېر مخته دي، ځکه په سلفیانو کي داسي کسان هم سته چي هغوی د تکفیر په مسئله کي د خوارجو څخه زیات رنګ اخیستی دی، د مسلمانانو د ګناه په عملونو کي که لږ څه د کفر او شرک احتمال ور ته څرګند سي، نو سمدستي پر هغو د کافرانو او د مشرکانو حکم کوي د اسلام څخه یې باسي، پداسي حالت کي چي سلفو صالحینو یعني صحابه کرامو رضي الله عنهم، تابعینو او تبع تابعینو رحمة الله علیهم پدې مسئله کي ډېر احتیاط کړی دی، هغوی ځانونو ته دا حق نه ورکاوه او نه یې دا د ځانونو دنده ګرځولې وه چي مسلمانان د اسلام څخه وباسي، بلکي د هغوی هڅي او کوښښونه دا وه چي کافران او مشرکان په اسلام کي داخل کړي .

عوام خلګ د وهابیانو او سلفیانو تر منځ د عقیدې او تشدد له مخي فرق نسي کولای، ځکه په عقیده او تشدد کي ډېر سره ورته دي، خو د قیاس او تقلید په مسئله کي یو د بل څخه اسانه پیژندل کېدلای سي، ځکه د تقلید او قیاس په مسئله کي وهابیان او سلفیان په خپل منځ کي سره بېل دي، محمد بن عبد الوهاب د امام احمد بن حنبل رحمه الله د مذهب په پیروانو کي شمېرل کیږي، که څه هم په یو شمېر اصولي او فروعي مسایلو کي د حنبلي مذهب څخه بیل تفردات لري او په څلورو متبوعه مذاهبو کي د شرعي احکامو د ثابتولو د پاره د قران ، حدیثو او اجماع څخه وروسته په څلورمه درجه کي قیاس اصل او حجت ګڼل کیږي، خو سلفیان بیا قیاس او تقلید نه مني، بلکي په ډېرو کلکو الفاظو تقلید او قیاس ردوي، د حیرانتیا خبره دا ده چي سلفیان د نورولپاره شخصي تقلید ناجایز ګڼي او مجتهدین د ځانونو لپاره امامان ګرځول اربابا من دون الله ګڼي، خو د خپلو ځانو لپاره یې بیا جایز ګڼي، ځکه چي د غیر مقلدیت په فکر او د قیاس په ردولو کي دوی د ابن حزم او هغه بیا د داود ظاهري د مذهب او فکر تقلید کوي، بلکي لومړی کس چي قیاس یې رد کړی دی نظام معتزلي دی، نو ویلای سو چي غیر مقلدین د قیاس په ردولو کي د نظام معتزلي مقلدین دي .

که د وهابیانو او سلفیانو د پورتني لنډ تعارف په رڼا کي د خپلي سیمي (کندهار) وهابیانو ته وګورو نو دا را ته ثابتوي چي دا ټول سلفیان دي، کوم چي د وهابیانو څخه هم په تکفیر او تشدد کي مخته دي، ځکه چي تقلید ردوي او په ځانګړي ډول د امام ابوحنیفه رحمه الله د مذهب سره سخت ټکر دي، او قیاس چي په څلورو مذاهبو کي تر قران ، حدیثو او اجماع وروسته د شرعي احکامو د پاره اصل دی، همدا اصل هم نه مني بلکي العیاذ بالله ځیني کسان قیاس شیطاني عمل بولي پداسي حال کي چي قیاس په قران او حدیثو ثابت او د دین زيات احکام د صحابه کرامو رضي الله عنهم د عصر څخه نیولې بیا تر دې دمه په قیاس ثابت سوي دي؛ د همدغه اصل په رڼا کي قرانکریم (تبيانا لکل شی) د دین د ټولو مسایلو بیانوونکی کېدلای سي او حقیقتاً همداسي دی .

په افغاني ټولنه کي که د یادي ډلي فعالیتونو او خبرو ته څوک ځیر سي، نو عمده فعالیت یې د حنفي مذهب د تقلید څخه د خلکو را ګرځول دي، او بل دا چي د قران او حدیثو رښتينی متابعت او صحیح فهم د ځانونو ځانګړتیا بولي، ځکه نو دوی د سترو امامانو او مجتهدینو اجتهادي مسایل غلطي بولي، په مجموع کي مذاهب د قران او حدیثو څخه بېله لاره او د مذهب تقلید د دین څخه انحراف او قیاس باطل ګڼي .

ماخذ: طلايي لړۍ، حنفي او غیر حنفي

لیکنه: شیخ الحدیث مولوي محمد عمر خطابي حفظه الله

Chargement de la traduction...

Informations Application supplémentaires

Dernière version

Demande د غير مقلدينو اعتراضونو ته mise à jour 1.0

Telechargé par

علي المشهداني

Nécessite Android

Android 2.1+

Voir plus

Quoi de neuf dans la dernière version 1.0

Last updated on Dec 25, 2016

Minor bug fixes and improvements. Install or update to the newest version to check it out!

Voir plus

د غير مقلدينو اعتراضونو ته Captures d'écran

Articles populaires dans les dernières 24 heures

Charegement du commentaire...
Abonnez-vous à APKPure
Soyez le premier à avoir accès à la sortie précoce, aux nouvelles et aux guides des meilleurs jeux et applications Android.
Non merci
S'inscrire
Abonné avec succès!
Vous êtes maintenant souscrit à APKPure.
Abonnez-vous à APKPure
Soyez le premier à avoir accès à la sortie précoce, aux nouvelles et aux guides des meilleurs jeux et applications Android.
Non merci
S'inscrire
Succès!
Vous êtes maintenant souscrit à notre newsletter.