د ښځو ځان جوړونه په اسلام کي


1.0 par الهدایة خپرندویه اداره
Feb 2, 2017

À propos de د ښځو ځان جوړونه په اسلام کي

دښځو له ظریفترینو خصوصیاتو څخه د هغو زیاته پاملرنه خپل ظاهر، سینګار، او ښکلا....

د ښځو ځان جوړونه په اسلام کي

دښځو له ظریفترینو خصوصیاتو څخه د هغو زیاته پاملرنه خپل ظاهر، سینګار، او ښکلا ته ده. او دا ځانګړتیا د کوچینوالی څخه پکی را څرګندیږی.

خدای (ج) فرمایلی: ( اومن ینشاً فی الحلیة وهو فی الخصام غیر مبین) ( الزخرف: ۱۸)

ژباړه: آیا هغه څوک چی په آرایش، ښکلا، اوزیور کی را لوی شی ؛ او د خبرو اترو پر مهال د حیا او شرم، او عاطفی له امله چی لری یی نشی کولای خپله موخه ښه روښانه بیان او اثبات کړی.

کچیری د میرمنی ښکلا او سینګار د خپل میړه د خوشحالتیا په خاطروی ، دا کار خدای (ج) ته د نژدی والی سبب ګرځی.

له ابوهریره (رض) څخه روایت دی چی ویلی یی دی (سـًل رسول الله صلی الله علیه وسلم: اًی النسا ‍ً، خیر؟ قال: الذی تسره اذا نظر الیها وتطیعه اذا امر ولا تخالفه حینما یکره فی نفسها وماله)

ژباړه. له رسول الله (ص) څخه و پوښتل شول چی بهترینه ښځه کومه ده؟ ویی فرمایل: هغه میرمن کله چی خاوند یی ورته وګوری د هغه د خوښحالی سبب شی او کله چه خاوند ورته د یو څه امر وکړی په ځای یی کړی، او د هر هغه څه چی دخاوند یی خوښیږی که څه هم د میر منی د میل خلاف وی که هغه دده او دده د مال په اړه وی میرمن له هغه سره مخالفت ونکړی

مسلمانی میرمنی او پیغلی باید مخکی لدی چی سینګار، آرایش، او لباس په اړه هوډ وکړی ؛ پکار ده چی لمړی ددی چارو په اړه یوه ژوره څیړنه وکړی او اړونده احکام زد ه کړی ، او هغه ته د عمل د جامی ور اغوستلو په تکل کی شی، په ځانګړی توګه پدی زمانه کی چی نا روا فیشنونو ، رواجونو او دودنو زورا خیستی. او د مودونو ، ډول ډول سینګارونو، د و یښتو آرایشونو، د سینګار د لوازمو او نورو زیاتو اصطلاحاتو چی میرمنی یی پدی اړه کاروی، د میرمنو د ژوند هره برخه تر اغیزلاندی را و ستی ده . چی ډیری پیغلی یا په ټوله کی میرمنی بی لدی چی د هغه د روا یا ناروا په اړه سوچ وکړی، د غرب څخه په تقلید خپل ځانونه سینګار او د خپل کور نه بهر راوځی، هوټلونو ته ځی، محفلونو ته ځی، او یا هم د زیارت په نامه په چکر را وځی.

د دی موضوع اهمیت پدی کی دی چی خدای پاک (ج) به موږ پدی اړه ویوښتی او زموږ د ټولو کړو اعمالو په اړه به پوښتل کیږو، د خدای رسول (ص) فرمایی : لاتزول قد ما ابن آدم یوم القیامه من عند ربه حتی یساًل عن خمس:عن عمره فیم آفناه ، وعن شبابه فیم آبلاه ، وعن ماله من آین اکتسبه وفیمانفقه ، وماذا عمل فیما علم .

ژباړه : د قیامت په ورځ به یو انسان د خدای (ج) مخکی همداسی ثابت پاتی کیږی تر څو چی د ۵ مواردو په اړه تری پوښتنه و شی:

(۱) د عمر په اړه یی ( چی څه ډول یی تیر کړی دی ؟)

(۲) د ځوانی په اړه یی (چی څه ډول یی تیره کړی ده ؟)

(۳) د مال په اړه یی ( چی له کوم ځای او څه ډول یی پیدا کړی دی ؟، (۴) او څنګه یی مصرف کړی دی)

(۵) او تر کومه بریده یی پخپل علم عمل کړی دی ؟

خدای پاک به د ډیرو کوچنیو کړنو په اړه له موږ څخه پوښتی، قرانکریم داسی اشاره کوی :

ژباړه: او بی له شکه د هر کار په اړه چی کوی یی پو ښتل کیږ به، یعنی خدای (ج) د قیامت په ورځ د ټولو کړنو پوښتونکی دی، او هر چاته به د خپلو کړنو متطا بق به اجر او عذاب ورکول کیږی

لیمه وردګ

Informations Application supplémentaires

Dernière version

1.0

Telechargé par

Nandar

Nécessite Android

Android 2.1+

Voir plus

Use APKPure App

Get د ښځو ځان جوړونه په اسلام کي old version APK for Android

Téléchargement

Use APKPure App

Get د ښځو ځان جوړونه په اسلام کي old version APK for Android

Téléchargement

Alternative à د ښځو ځان جوړونه په اسلام کي

Obtenir plus de الهدایة خپرندویه اداره

Découvrir