وا معتصما


1.0 par الهدایة خپرندویه اداره
Oct 30, 2016

À propos de وا معتصما

وامعتصما کتاب د اسلامي امت د بې وسو لوڼو د مظلوميت انځور دی

وامعتصما کتاب د اسلامي امت د بې وسو لوڼو د مظلوميت انځور دی.

د نړۍ په بدنامو زندانو کې د مسلمانو خويندو د حسرت چيغې او فريادونه، چې ځوانانو ته د غيرت خطاب کوي. د هغوی ستړې او زخمي ارواوې شپه او ورځ د کائناتو رب ته زارۍ کوي او د ځمکې پر مخ ورنه د يو بل معتصم او محمد بن قاسم د پيدا کېدو غوښتنه کوي تر څو په دوی باندې غيرت وکړي او د ذلت زولنې يې له لاسونو څخه خلاصې کړي.

د ابو غريب، ګوانتنامو او باګرام له وحشي غېږې د حضرت محمد مصطفی صلی الله عليه وسلم د امت لوڼې د وخت ځوانانو ته چيغې وهي او د درد په ژبه ورته د بشري ځناورو په لاس د خپلو لوټ شويو عفتونو کيسه کوي. هغه خويندې چې سترګې يې د غم او اميد له اوښکو ډکې او په بدن يې د ظلم خاپونه جوړ دي او د زندان د تورو تمبو تر شا شپه ورځ ساړه اهونه او خپې سلګۍ وهي، سرونه يې د زندان له دېوله سره نښلولي، غوږونه يې د تکبير د ملکوتي انګازو په انتظار او سترګې يې د کوم معتصم او محمد بن قاسم د ورتلو په انتظار سپينې شوې. هغوی په دې هيله چې د دې پراخ جهان په کوم کونج کې به بيا کوم معتصم باالله يا محمد بن قاسم را پيدا شي زموږ د وامعتصما او وامحمدا! کوکې به واوري او لبيک به ورته ووايي، د ظلم زندانونه به دړې وړې کړي، موږ ته به د ازادۍ له پيغام سره ګلونه په لاس راشي، د وحشت ځنځيرونه به مات کړي او زموږ د لوټ شوي عصمت او عفت انتقام به له دې ځناورو څخه واخلي، دا خويندې په همدې انتظار شپې سهار کوي او د مسلمه امت ځوانانو ته خپل په وينو ليکلي پيغامونه د زندان له غېږې را لېږلي دي.

په دې کتاب کې د دې خويندو د مظلوميت کيسې او د اسلامي امت ځوانانو ته يې پيغامونه را ټول شوي، ښاغلي ورور نقيب الله (( احمدي )) د خپل مسؤليت او د اسلامي امت ځوانانو ته د دې خويندو د پيغام رسولو په تکل دا څو پاڼې د زړه په وينو رنګينې کړې دي. هيله ده د هر با درده مسلمان په زړه کې به کړيکه او درد پيداکړي او د دې خويندو د ازادۍ او محکومې اسلامي نړۍ د خدمت لپاره به مټې را ونغاړي.

هدایت

والسلام

Informations Application supplémentaires

Dernière version

1.0

Telechargé par

Ahmed Najeh

Nécessite Android

Android 2.1+

Signaler

Signaler comme inapproprié

Voir plus

Use APKPure App

Get وا معتصما old version APK for Android

Téléchargement

Use APKPure App

Get وا معتصما old version APK for Android

Téléchargement

Alternative à وا معتصما

Obtenir plus de الهدایة خپرندویه اداره

Découvrir